IQNA

د سویډ یوې افراطي مسیحۍ د قرآن کریم دوهم ځل هم  سپکاوی وکړ

12:42 - May 04, 2024
د خبر لمبر: 3489161
ایکنا - په سویډ کې د پولیسو په ملاتړ سره  یوې میسحۍ ښځې  بیا د سویډپه مالمو ښار کې په ګوستاؤ آډولف تورګ  چوک کې  دقرآن کریم یوې نسخې ته اور و رته کړ.

ایکنا نیوز د سویډ د اطلاع رسونې  د مرکز له قوله راپور راکړ،  دسویډ پولیسو  ددغه هیواد په یوه جنوبی  ښار   کې د آسماني کتاب قرآن کریم  د سپکاوي  دغوډې لپاره  چې پرون په مالمو ښار کې شوي ،مجوز صادر کړی دی.

په ټولنیزو چینلونو کې  خپرۀ شوي انځورونه او ویډیوئي کلیپونه ښئ  چې  له دغې ښځې سره یو ځاي  چې د د صلیب یوه نښه ئې هم په لاس کې درلوده، یو کس د صهیونیسټ رژيم بیرغ پر اوږو اچولی دی او ددغې افراطي ښځې ترڅنګ ولاړ دی .

زن سوئدی اهانت به قرآن را تکرار کرد

د راپورونو په اساس ، دغه سپک او افراطي انسان هماغه ښځه ده چې تیره اونۍ ئې په سټاکهم کې له یوه جومات سره نزدې  هم د آسماني کتاب قرآن کریم سپکاوی کړی ؤ.په خبرۀ شوي ویډیوئي کلیپ کې ښودل کیږي چې  دغه ښځه د سویډ  د پولیسو په بشپړ  حفاظت سره  په دغه سپک او غیر انساني اقدام لاس پورې کوي او مسلمانان هم په داسې حال کې  چې په لاسونو کې ئې  د  فلسطین بیرغ نیولی ، د دوي په ضد شعارونه ورکوي او  د اسلامی مقدساتو دفاع کوي .

زن سوئدی اهانت به قرآن را تکرار کرد

 په سویډ کې ددغه شان سپکو  غونډو ترسره کیدا  چې په هغو کې د  خداي تعالی دآ سماني کتاب سپکاوی کیږي،  د درستې نړۍ د مسلمانانو نیوکې ئې راپارولي دي  او  له اسلامی هیوادونو سره ئې د سټاکهم  اړیکې خړې پړې کړي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4213756  

captcha